Banner

نوی غزل: حيران

25.08.2012 04:07

چې دې  مړ نشم له غمه پکار نه ده
ستا له سترګو نوره تمه پکار نه ده

راځئ! تېر مونځونه بيا له سره وکړو
دې فاسق پسې خو جمعه پکار نه ده

دا ګلان راڅخه وينې د زړه غواړي
ښيرازي يې له شبنمه پکار نه ده

ولې مړ نشي سړی په دلداری کې
زندګي دومره بې غمه پکار نه ده

د ښکلا تعظيم دې هر چا لره بويه
خو سجده درته صنمه پکار نه ده

لويه خدايه! عمر خير دی  که مې کم وي
خو په ژوند مې مينه کمه پکار نه ده

دا وطن نور آزادي غواړي حيرانه
په دې لار کې  نوره دمه پکار نه ده.
محمدحنيف حيران.

۱۳۹۱-۰۵-۲۹ دکمکي اختر ورځ، کابل

ezatullah 21.05.2013 05:00

ډیرخایسته غزل حیران صاحب به لاسودی برکت <br /> <br />

رفیق 10.02.2013 05:14

د پکتیا په ډاک کی ویب پاڼه زه ډیره زیاته خوښوم<br />

رفیق 10.02.2013 05:12

متمنتمنتمن

ګل محممد وفا نيازي 04.02.2013 17:48

شايسته شعر دي

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.